خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د زده کوونکو تر منځ د مقالو او شعر ویلو سیالۍ پیل شوې 

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۱:۳۹
خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د زده کوونکو تر منځ د مقالو او شعر ویلو سیالۍ پیل شوې 

د پوهنې وزارت ـ خوست: د خوست ولایت د مرکز اړوند د آزادۍ مېنې په لېسه کې د خپلواکۍ سلمې کلیزې جشن د ښه لمانځلو لپاره د تیاري غونډه او همدا شان د زده کوونکو تر منځ د مقالو او شعر ویلو سیالي ترسره شوه.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئيس نصیر احمد روښان د آزادي پر اهمیت او د ازادۍ ساتنې پر معاصرو لارو چارو زده کوونکو ته مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، اوس د تورې وهلو پر ځای آزادي په علم، ټکنالوژۍ او تدبیر ساتل کېږي، ده زده کوونکو ته په خطاب کې وویل ستاسو مسؤلیت یوازې او یوازې پر خپلو زده کړو تمرکز دی. 
ورپسې د شورا ګانو مدیر او د خپلواکۍ جشن د تنظیم مسؤل محمد یونس اهنګر او دیادې لېسې مدیر قاسم جان سائل په خپلو خبرو کې په خوست ولایت کې د خپلواکۍ جشن د لمانځلو لپاره د زده کوونکو پر تیاري خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې معارف ریاست کاملاً اماده ګي لري او هره ورځ دغې ورځې ته زده کوونکو سره پر تیاریو کار کوي.
دغونډې په پاي کې زده کوونکو په خپل وار سره د خپلواکۍ پر اهمیت شعرونه، مقالې او ترانې وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS