د پښتو او دری ژبو د املا معیاري کولو سمینار تر سره کیږي

media-moe
جمعه ۱۳۹۸/۵/۱۱ - ۱۱:۱۰
د پښتو او دری ژبو د املا معیاري کولو سمینار تر سره کیږي

پوهنې وزارت- کابل: د پښتو او دری ژبو د املا معیاري کولو سمینار به ډیر ژر د اجرائیه ریاست کلتوري او هنري کمیټې چې پوهنې وزارت يې یو اصلي غړۍ ده، تر سره شي.
دا موضوع نن د زمري ۱۰ مه د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د اجرائیه ریاست کلتوري او هنري کمیټې رئیس فقیراحمد میوند په لیدنه کې مطرح شوه.
پوهنې وزیر د معیاري او علمي ژبو څخه په ګټه اخیستنې ټینګار وکړ او د دې سمینار په ښه او غوره توګه د تر سره کیدو په موخه يې یو څو خبرې وکړې.
فقیراحمد میوند د دې لیدنې په ترڅ کې د خپلې کمیټې د فعالیتونو راپور د وړاندي کولو ترڅنګ د پښتو او دري ژبو د املا معیاري کولو د سمینار پرانستي په موخه د اطلاعات او کلتور وزارت، د افغانستان علومو آکاډمي، کابل پوهنتون، د شهید استاد رباني تعلیم او تربیي پوهنتون، سید جمال الدین افغان دارالمعلمین او د پوهنې وزارت له همکاري څخه یادونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS