د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د ځاځيو ځوانانو مدني ټولنې لخوا یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۲:۶
د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د ځاځيو ځوانانو مدني ټولنې لخوا یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

دپوهنې وزارت_ پکتیا: دپکتیا ولایت د اریوب ځاځي ولسوالي اړوند د بېلووټ کلي ښوونځي ته څه د پاسه درې میلیونه افغانیو په ارزښت د ځاځيو ځوانانو مدني ټولنې لخوا ودانۍ جوړیږي.
په هغه غونډه کې چې دیادې ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ایښودو په تړاو جوړه شوي وه د پکتیا ولایت د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي،د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو، قومي مشرانو ، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود. 
د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی د څاڅیو مدني ټولنې نه د منني تر څنګ زیاته کړه : له نېکه مرغه نن هغه ورځ رارسېدلې چې د پوهنې سره مرسته خلک خپل مسؤلیت ګڼي، نن یوه مدني ټولنه څه د پاسه درې میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځي ته ودانۍ جوړوي او بل دروند قومي مشر خپله ځمکه ورته وقف کوي چې دا کاملاً د ویاړ ځاي دی.
د پوهنې رییس زیاته کړه: چې یاده ودانۍ به پاخه او اساسي دول د څلور نیم جریب ځمکي په ساحه کې چې د ځاځیو د شورا مشر عبدالصمد څاځي لخوا په وړیا ډول معارف ته وقف کړي د ۶ میاشتو په موده کې جوړیزي، چې ۶ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نورې اړونډې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري. چې د ودانۍ د جوړیدلو سره سم به د زیاتو زده کوونکو لپاره د زده کړو مصؤن چاپیریال برابر شي.
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د ښوونځیو جوړولو په برخه کې عام وګړي برخه اخلي ولې له دې وړاندې اریوب خیریه بنسټ یوه ودانۍ جوړه کړې او د بلې د جوړیدو چارې روانې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS