په ختیزو ولایتونوکې د یونیسف ادارې په روان کال کې په پوهنیز او روغتیایی ډګر کې د ترسره کړلو کارونو بیا کتنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۰:۳۴
په ختیزو ولایتونوکې د یونیسف ادارې په روان کال کې په پوهنیز او روغتیایی ډګر کې د ترسره کړلو کارونو بیا کتنه وکړه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ننګرهار پوهنې ریاست په کوربه توب په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه دننګرهار ،لغمان،کونړاو نورستان ولایتونو د پوهنې ،کلیوپراختیا او روغتیا ریاستونو استازو برخه اخسیتې وه.
دغونډې دپرانستې پر مهال د ننګرهارپوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابوذاهد په خپلو خبرو کې دچارو د ترسراوي په اړه حساب ورکول او تیرو کړنو ته بیا کتنه د شفافیت د ټینګښت یو مهم اصل وباله او دیونیسف ادارې نه یې مننه وکړه چې د۲۰۱۹کال په اوږدو کې یې له پوهنیز بهیر سره پام وړ مرستې کړې دي.
دپوهنې ریاست تدریسي مرستیال هیله وښوده چې راتلونکې کال د ننګرهار نفوسو او جغرافیې ته په پام سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
بیا په ختیزه حوزه کې دیونیسف ادارې سرپرست ډاکتر محمد نافع کاکړ خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنې ریاست سربیره یې د نورو ختیزو ولایتونو د پوهنې کلیو پراختیا او روغتیا ریاستونو له مشرتابه مننه وکړه چې په پوره همغږۍ کې یې خپلی چارې تر سره کړي دي.
همدارنګه د یونیسف ادارې د ښوونیزې برخې مشرې انیتا حیدري په چمتو شوي پرزنتیشن کې د۲۰۱۹کال په اوږدو کې په پوهنیز ډګر کې د ترسره شویو کړنو او شوي لګښنت یادونه وکړه او برخه والو ته یی هر اړخیز معلومات وړاندی کړی.
دقرطاسیې ویش،په بیړنیو حالاتو کې د خیمو او نورو اړتیا وړ توکیو ویش، دنجونو لپاره د سکالرشیپ زده کړو اسانتیاو برابرولو، دراستنو شویو او کورنیو بی ځایه شویو ته د زده کړو اسانتیاو و،له ښوونځي وړاندی د چمتووالی ټولکیو جوړول،د علماو او قومي مخورو سره ناستې او ځينې نورو تر سره شویو کړنو یادونه وکړه چې په په ۲۰۱۹ کال کې په پوهنیز برخه کې دننګرهار کونړ او لغمان په ولایتونو کې تر سره شویدي.
اغلې حیدري وویل په په ۲۰۲۰ کال کې هم په پوهنیز ډګر کې د پام وړ کړنو تر سره کولو لپاره پلانونه چمتو کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS