جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۴۷
جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې د زده کوونکو دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.
په دې نندارتون کې چې دیادې لېسې دلسمو ټولګیو د(تشبث) مضمون زده کوونکو پکې برخه اخېستې د زده کوونکو په لاس ګنډل شوي او همدا راز چمتو شوي خوراکونه نندارې ته ایښودل شوي دي. دغه زده کوونکي وایې له دې کاره یې موخه د تشبث په مضمون کې د نوښتګری سوداګرۍ په اړه د لوستل شویو درسونو عملي تجربې ترسره کول دي.
د نندارتون ګډونوالو ته د ښار پوهنې امر احمد شاه اقبال په خپلو خبرو کې د دغو زده کوونکو د نوښت ستاینه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې ریاست مشرتابه به دهغوی د نوښتونو ملاتړ کوي او د هغوی د لاهڅونې لپاره به له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي.
دوی همداراز دتشبث مضمون زده کوونکي وهڅول چې له دې لارې کولای شي له خپلو کورنیو سره د اقتصادي ستونزو په هواري کې هم مرسته وکړي .دا نندارتون به د درېو ورځو لپاره د نازوانا لېسې په انګړ کې د زده کوونکو پر مخ پرانستی وي.
نوټ: د تشبث مضمون چې د نوښت، سوداګرۍ شروع کولو، تولید، مارکیټ موندنې او په کمه پانګه د ډیر عاید لاسته راوړلو په اړه د زده کوونکو پوهه او مهارتونه پیاوړي کوي او د سوداګرۍ انګیزه پنځوي، د ننګرهار په پېنځو (۲ښځینه او ۳ نارینه) ښوونځیو کې په ازمایښتي ډول د اختیاري مضمون په توګه د اوس لپاره په لسمو ټولګیو کې تدریسیږي. پوهنې وزارت ۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو لپاره ددې مضمون نصاب چمتو کړی، چې په راتلونکې کې به د اختیاري مضمون په توګه په ټولو ښوونځیو کې تدریسږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS