پوهنې وزیر د لغمان پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه
پوهنې وزارت- لغمان: د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي لغمان ولایت ته د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې د لغمان پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له کارکوونکو سره یې خبرې اترې وکړې.
د پوهنې وزارت مشرتابه په دې لیدنه کې، د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې یې د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او د لغمان ښوونې او روزنې حالت او ستونزي وڅيړلې.
ډاکتر بلخي د لغمان پوهنې ریاست د کارکوونکو سره په خبرو کې وویل چې د پوهنې په لسیزه کې د پوهنې وزارت لمړیتوبونه په ولایتونو کې د ښوونیزو خدمتونو پراختیا او اړتیاوو ته پاملرنه ده.
پوهنې وزیر په دې خبره ټینګار وکړ چې له دې وروسته په ولایتونو کې د پوهنې رئیسانو د صلاحیتونو په ډيرولو سره، په مرکز کې به پالیسي جوړونې ته ډیره پاملرنه وکړو ترڅو په یوه ښوونیزه لسیزه کې وکړاې شو د نیمګړتیاوو او ستونزو له مینځه وړلو سره یوې پرمختللې او غوره ښوونې او روزنې ته ورسیږو.
ډاکتر بلخي همدارنګه وویل چې د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیزو خدمتونو ښه والي، د ښوونکو د معاشونو د ستونزو حل، د ښوونکو مسلکي روزلو، د درسي کتابونو د کمښت حل کولو او د ښوونې او روزنې په تشکیل کې د اصلاحاتو راوړلو په لاره کې جدې هڅې کوي.
په دې غونډه کې د لغمان پوهنې ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړلې.
