زابل کې د ۱۰ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۳
زابل کې د ۱۰ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

د پوهنې وزارت، زابل: د زابل ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱۰ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د یادو ښوونځيو ودانۍ په پاخه او اساسې ډول د ولسې تړون اقرأ پروژې له لوري د ۴۸ میلیونو افغانیو په مجمو عي لګښت د شاجوي، ارغنداب، شینکۍ، میزانه او شهر صفا په ولسوالیو کې جوړې شوي دې چي په مجموع کې ۷۰ درسې خونې او نورې اړېنې ښوونیږي آسانتیاوې لري، چي له جوړېدو او پرانېستو سره یې د یادې سیمو ۳۷۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شو.

د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد د یادو ښوونځيو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او د ښوونځيو له ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو یی وغوښتل، چې د ودانیو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS