د ملکي کارکونکو د فعالیتونو د ارزولو په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت، کابل: دپوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د لیک لوست زده کړو ریاست د آمرینو او مدیرانو لپاره د بشري سرچینو عمومي ریاست په نوښت دوه ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.
د ښوونې او روزنې معینیت د ملي بسج رییس محمدیاسین صمیم دغه ورکشاپ د ملکي کارکوونکو د کړنو د ارزونې او وړتیا لوړولو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه:
د ملکي کارکوونکو د کړنو ارزونه، د نوي قدرونو ګومارل، د ملکي کارکوونکو د ضعف ټکو پیژندل، کارکوونکو ته دمادي او معنوي امتیازاتو لپاره معیار ټاکل، د کارکوونکو ترمنځ د کارکولو هڅونه، د مدیریت په برخه کې کاري تجربې ترلاسه کولو لپاره زمینه چمتو کوي.
د یاده ولو وړ ده، چې په یاد دوه ورځني ورکشاپ کې د ښوونې او روزنې معینیت د لیک لوست زده کړو ریاست آمرین او مدیران به د ملکي کارکوونکو د ارزونې په نوي سیستم کې لازمې زده کړي ترسره کړي.