لوګر ولایت کې یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۴:۵۳
لوګر ولایت کې یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د دشت دلاور لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ياد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې رياست استازو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخېستې وه.

دغه ښوونځی، د اقراء پروژې له لارې د ۶،۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې ۸ ټولګي، ۲ اداري خونې، د اوبو څاه، د لمريزې برېښنا واټر پمپ او پينځه غرفې تشنابونه لري چې د یادې ودانۍ په پرانیستلو سره، شاه وخوا ۴۰۰ زده کوونکو ته خوندي ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د لوګر ولايت پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د نوموړي ښوونځي پر جوړېدو خوښي وښوده او له خلکو یې وغوښتل چې د ښوونځي ساتنې ته پاملرنه وکړي.

هیره دې نه وي، چې لوګر ولایت کې له دې وړاندې هم د اقراء پروګرام له لارې څلور څلوېښت ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS