د پوهنې وزارت سرپرستې د آترا ادارې له رئیس سره لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۶:۵۶
سرپرست وزارت معارف با رئیس اداره آترا ملاقات نمود

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي د آترا ادارې له رئيس ښاغلي منصور انصاري سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه، په دې ناسته کې د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطأالله واحديار او د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس عبدالمتين هجران هم ګډون کړى وه، ياده ناسته کې، له انټرنټ سره د ښوونځيو نښلولو په تړاو خبرې اترې وشوې.

د آترا ادارې رئيس د پوهنې وزارت د غوښتنې پر اساس، انټرنټ سره د ښوونځيو نښلولو په برخه کې د هر ډول آسانتياو برابرولو او همکارۍ ژمنه وکړه او وټاکل شوه چې د دواړو خوا تخنيکي ټيمونه به د عملي کار په برخه خپلې ګډې ناستې پيل کړي.

د پوهنې وزارت مشرتابه، انټرنټ سره د ښوونځيو او د ياد وزارت د نورو ادارو د نښلولو او له يادې لړۍ څخه د ملاتړ په برخه د آترا ادارې له همکارۍ ډيره مننه وکړه.

هيره دې نه وي، چې له فلتر شوي انټرنټ سره د ښوونځيو د نښلولو موخه دا ده، چې زده کوونکي د نړۍ له نويو علمي پرمختګونو څخه خبر شي او ښوونيزو چارو کې ترې ګټه پورته کړي همداراز زده کوونکي به په آنلاين ډول د هيواد په ګوټ ګوټ کې له نورو زده کوونکو سره، په علمي سياليو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS