میدان وردگو ولایت د امام ابوحنیفه عالي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکو فراغتغونډه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۱ - ۱۲:۳۰
د میدان وردگو ولایت د امام ابوحنیفه عالي لېسې د دولسم ټولګي د زده کوونکو د فراغت مراسم

د میدان وردگو ولایت د جغتو ولسوالي د امام ابوحنیفه ګربت عالي لېسې له ۱۲ ټولګي څخه  ۶۷ تنو فارغ زده کوونکو ته د فارغت په ویاړ شانداره غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د یادې لېسې مسؤلینو، ښوونکو، زده کوونکو د فارغ شویو زده کوونکو والدینو، علماوو د سیمې قومی مشرانو او ولسي وکړو ګډون کړي ؤ.
غونډې ته د یادی لیسې مدیر سیدالرحیم خبرې وکړې. نوموړی فارغ شویو زده کوونکو، د هغوی والدینو او ټول ولس ته مبارکی وویله، نوموړي زیاته کړه چې له یادې لیسې څخه د ۱۳۷۷لمریزکاله را پدی خوا ۱۲۹۲ تنه له ۱۲ ټولګي  څخه فارغ شوی زده کوونکی ټولنې او هېواد ته د خدمت لپاره وړاندې کړي، له دې شمېر څخه ۱۱۸۵ تنو د کانکور د آزموینې له لارې لوړو زده کړو او نیمه  لوړو زده کړو ته لار موندلې.
له هغه وروسته علماوو غونډې ته د علم فضلت په اړه مفصلی خبري وکړي او د فارغینو د فراغت مبارکي تر څنګ ئې خلک یی وهڅول چې خپل اولادونو ښوونځیو ته ولیږي او زده کړې پرې وکړي او یاده یی کړه چې  د پرمختګ یوازینۍ لار د علم زده کړه ده.
همدارنګه علماوو د فارغینو والدینو، د سیمې مشرانو، مخورو، د امام ابوحنیفه ګبرت عالي لېسې مسؤلینو دکړنو، لاسته راوړونو او هڅو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې ئې د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS