د بغلان د پوهنې رئیس د دفاع له وزیر سره وکتل او د مفتي محمد اسحاق په جنازه کې یې ګډون وکړ
د بغلان د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي محمدنور عزیزي، د بغلان د عدلیې ښاغلي رئیس مولوي ګل رسول او د بغلان د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستال ښاغلي مولوي عبدالرقیب حقاني د مرحوم استاد مفتي صاحب محمد اسحٰق د جنازې په مراسمو کې د هیواد ملي دفاع وزیر ښاغلي مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد او د هیواد لوی درستېز ښاغلي مخدوم فصیح الدین صاحب سره چې د شمال او شمال شرق ولایاتو څخه یې د لېدنې په موخه سفر کړی وو ملاقات وکړ، په دې لېدنه کې د ملي دفاع وزیر د بغلان د پوهنې رئیس د بغلان د عدلیې رئیس او د بغلان د پوهنې مرستیال ته د ښه حکومت ولۍ، له هیواد والو سره نیک برخورد او د مجاهدینو په هکله کڼ شمیر نصایح او سپارښتنې وکړي.
