د وردګو د پوهنې په ریاست کې د یو شمېر معلولینو لپاره د عامه پوهاوي سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۲:۱۸
د وردګو د پوهنې په ریاست کې د یو شمېر معلولینو لپاره د عامه پوهاوي سیمینار جوړ شو

میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست غونډو تالار کې مرکز،او څلورو چک،سیداآباد،دایمیر،نرخ ولسوالیو ۱۹ تنه معلولینو لپاره د سویدن کمېټې لخوا د ټول شموله زده کړو سیمینار دائر شو،یاد شوی سیمینار چې څه وخت وړاندې پیل شو وه ۱۰ورځې ئې دوام وکړ، پدې ورځو کې د معلولینو لپاره اشاري ژبه،برېل لیک لوست،ناشناوایانو،نابینایانو، د معلولینو ډولونو او پيژندې اړوند ښوونه ورکړل شوه،
تر څو په راتلونکي کې پرته له توپیره معلول وګړي وکولای شي د عادي وکړو په څېر خپلې زده کړې وکړي،
یاد شوی سیمینار له پورتنۍ نېټې سره سم پای ته ورسېد په پای کې د سیمینار ګډونکونکو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS