د ثور د اتمې نېټې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۸ - ۱۳:۲
له نن څخه دېرش کاله وړاندې د ۱۳۷۱هـ ل کال د ثور دمیاشتې په اتمه نېټه کمونستي رژیم نسکور او او اسلامي انقلاب بریالیتوب ته ورسید. په همدې مناسبت خپل ګران ولس او ټول اسلامي امت ته د یادې فتحې او بریا د مبارکي مراتب وړاندې کوو. 
بې له شکه چې یاده  فتحه د افغان مجاهد ولس د قهرمانه او نه ماتیدونکې څوارلس کلنې مبارزې او بې سارې قربانیو پایله وه، خو له بده مرغه تر فتحې وروسته دبهرنیو مداخلو او ځینو نورو عواملو له امله د مجاهدینو مشران د یو متحد، مرکزي او پیاوړي دولت په جوړولو بریالي نه شول .
له نېکه مرغه مونږ نن ورځ  په داسې حال کې د ثور دمیاشتې د اتمې نېټې خوښي لمانځو، چې هیواد مو له یو بل خونړي امریکايي اشغال او دهغوی له ګوډاګي رژیم څخه استقلال او نجات حاصل کړیدی، نو ځکه باید افغان ولس زیات ویښ او بیدار واوسي چې تیرې ناکامې تجربې او ناخوالې بیا تکرار نه شي او لاس ته راغلی فرصت ضایع نه شي. مونږ ټینګ باور لرو، چې اسلامي امارت په هیواد کې د یو مسئول نظام په توګه یادې موضوع ته زیات متوجه دی، متحد،پیاوړی او مرکزي نظام حاکم شویدی، د اقتدار او انانیت خپل سرې جزیرې محوه شوېدي، د هیواد برخلیک د افغان ولس د رښتینو او وفادارو بچیانو په لاس کې دی، سرتاسري امنیت تامین دی، دخلکو مال، ځان او عزت خوندي دي. د هیواد لس میلیونه ماشومان او ځوانان ښوونځیو ته ځي، په هیواد کې نږدې شل زره ښوونځي فعالیت لري، څه کم دوه نیم سوه زره ښوونکي د هیوادوالو د بچیانو په ښوونه او روزنه بوخت دي، څه کم سل زره ښځینه ښوونکي هره ورځ په منظم ډول د تدریس او ښوونې لپاره ښوونځیو ته ځي، له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې دوه اعشاریه اوه (۲.۷)میلیونه نجونې په ښوونځیو کې زده کړې حاصلوي، دهیواد ټول پوهنتونونه د نارینه او ښځینه زده کوونکو په مخ پرانیستي دي، د نظام ښځینه کارمندانې که په دندو کې فزیکي حضور لري یا یې نه لري، معاشونه او امتیازات یې په منظم ډول ورکول کېږي.  دا ټول  ستر الهي نعمتونه دي، چې په ګران افغان ولس یې شکرانه لازمه ده. امید لرو چې دا ځل به ګټل شوی استقلال او قیمتي فرصت نه ضایع کېږي او له اوږده بحران راوتلی ګران هیواد به بیا د کوم بل بحران په لومه کې نه ښکیل کېږي. ان شاءالله تعالی.
 
شیخ مولوي نورالله منیر
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر
 
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS