د کابل عربي دارالعلوم آمر د یاد دارالعلوم استادانو او اداري کارمندانو ته ور وپېژندل شو

media-moe
جمعه ۱۴۰۱/۳/۶ - ۱۰:۲۴
د کابل عربي دارالعلوم  آمر د یاد دارالعلوم استادانو او اداري کارمندانو ته ور وپېژندل شو
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین الحاج مولوي مولوي کرامت الله اخندزاده صاحب له لوري د یاد دارالعلوم آمر مولوي حمدالله نعماني صاحب د دارالعلوم استادانو او اداري کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د دارالعلوم د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو،الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده صاحب، د دارالعلوم پخواني آمر مولوي مزمل صاحب او نوي آمر مولوي حمدالله نعماني صاحب پکې ویناوې وکړې.
محترم اخندزاده صاحب په خپله وینا کې د دارالعلوم د پخواني آمر خدمتونه وستایل او نوي آمر ته یې د الله تعالی له دربار څخه د توفیق غوښتنه وکړه. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS