د ناروي د (Save the children) موسسې مشرې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۹:۲۰
د ناروي د (Save the children) موسسې مشرې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل 

د ناروي هیواد د (Save the children) موسسې مشرې آغلې نورا اینګ ډال (NORA INGDAL) او د افغانستان لپاره د یادې موسسې مسئول ښاغلي کریسټوفر نیمانډي(CHRISTOPHER NYMANDI) د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین محترم الحاج مولوي سخاءالله سعید سره وکتل.
د ملاقات په پیل کې آغلې نورا (NORA) د خپلې موسسې فعالیتونو ته  اشاره وکړه  او ویې ویل، چې یاده موسسه  په ۱۹۷۶م  کال کې تاسیس شوېده، د نړۍ په سلو(۱۰۰) هیوادونو کې د ماشونو د زده کړې، روغتیا او نورو بنسټيزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې فعالیت کوي. د نوموړې په وینا، یاده موسسه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره سیمه ایز درسي ټولګي(CBE) لري او په راتلونکي کې غواړي، چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، د ښوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او ځينو نورو اړوندو برخو کې له افغانستان  سره مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت مرستیال وزیر د یادې موسسې خیریه فعالیتونه وستایل او له آغلې نورا(NORA) څخه یې مننه وکړه، چې افغانستان یې نه دی هیر کړی او دلته یې خپل خیریه فعالیتونه جاري ساتلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت به د یادې موسسې ټولو خیریه فعالیتونو ته هر ډول لازمې اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS