د پوهنې وزارت کې د اداري پروسو د ساده کولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۹:۳۰
د پوهنې وزارت کې د اداري پروسو د ساده کولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

یاده غونډه چې د پوهنې وزارت او د اداري  اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې تر ګډ اشراف لاندې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت معینانو، مرکزي رئیسانو، آمرینو، مدیرانو،کارمندانو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې رئیس، مسئولینو او کارمندانو برخه درلوده.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څومبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل وینا وکړه او په خپله وینا کې یې د اداري پروسو د ساده کولو او شفافیت د اهمیت او ارزښت په اړه تفصیلې خبرې وکړې. ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله او دپوهنې وزارت د تضمین کیفیت معینیت سرپرست الحاج مولوي عبدالخالق صادق هم د موضوع  په اړه ارزښتناکې ویناوې وکړې.
تر ویناوو وروسته د اداري اصلاحاتو د ادارې د اداري پروسو د تحلیل اوتعقیب آمر  د پروجکتور په وسیله د اداري پروسو د ساده کولو د مفهوم، اهمیت او اصولو په اړه د غونډې حاضرینو ته تفصیلي پریزینټیشن ورکړ.
غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۴
Background image

په غور کې ښوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ساینس او ریاضي ۱۵ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د تدریسي کیفیت ښه‌والي په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس کندوز ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ پلاوی د رسمي سفر په ترڅ کې کندوز ولایت ته ورسېد او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې. . .

BACK TO NEWS