د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو دمسلکي پراختیا عمومي رئیس د مورا تعلیمي کمپلیکس له مسئولینو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۰:۱
د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو دمسلکي پراختیا عمومي رئیس د مورا تعلیمي کمپلیکس له مسئولینو سره وکتل

د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده په داسې حال کې چې د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس مولوي سمیع الحق حماس او د بدیلو زده کړو د ریاست سرپرست انجنیر عبدالمجید حلیمي هم حضور درلود، د مورا تعلیمي کمپلیکس له مسئولینو آغلې پښتنه ابراهیم خیل، آغلې نسیمه او آغلې شمین سره وکتل.
د ناستې په پیل کې ښاغلي همت صاحب لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه او د آنلاین زده کړو په ډګر کې یې د یاد ښوونیز کمپلیکس هلې ځلې وستایلې. نوموړي زیاته کړه، ددې لپاره چې د پوهنې وزارت او یاد کمپلیکس تر منځ د همکاري او هم غږي فضاء را منځ ته او دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي اړینه ده چې وزارت او کمپلیس په خپل منځ کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړي. ورپسې ښاغلي حلیمي د مورا تعلیمي کمپلیکس څخه د څارنې لنډ راپور وړاندې کړ او د یاد کمپلیکس خدمات یې وستایل.
وروسته راغلیو میلمنو په نوبت سره د یاد کمپلیکس په ښوونیزو فعالیتونو رڼا واچوله، د آنلاین زده کړو په برخه کې یې د خپلو کړنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د مسئولینو له همکاري څخه یې مننه وکړه. راغلیو میلمنو یادونه وکړه چې یاد کمپلیکس غواړي چې دپوهنې وزارت دتعلیمي پالیسي او لوایحو په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې د آنلاین زده کړو سیستم ته وده ورکړي.
محترم همت صاحب د دوی له دې نېکې ارادې څخه مننه وکړه او د بدیلو زده کړو ریاست ته یې دنده وسپارله ترڅو د آنلاین زده کړو په برخه کې لومړی له یاد کمپلیکس سره د هوکړه لیک متن ترتیب او په دې برخه کې اړوند اړین اجراآت ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS