له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۲:۳۷
ghj

بلخ:
د سلطان زاده او احمدجان شرکتونو د بلخ ولایت د پوهنې د رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل په شتون کې دوه سوه پنځوس متره غالۍ، دولس پایې برقي بخارۍ، درې سولري تختې او نور د اړتیا وړ توکي یې د بلخ د مرکزي یتیم خانې مسوولینو ته وسپارل.
د بلخ د پوهنې رئيس د يادو شرکتونو له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ له نورو هم وغوښتل، چې له پوهنې ریاست سره مرسته وکړي.
لغمان:
د پوهنې وزارت د عامې روغتیا مسوولینو د لغمان ولایت د پوهنې مدیریت له روغتیايي کارکوونکو سره په همغږۍ د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د ياد ولايت د پوهنې رياست د روغتيايي ټیم مسوولينو د يادو ښوونځيو د روغتيايي څانګو ارزونه یې وکړه او زده کوونکو ته يې د تقویوي او د مخنيوي ټابليټونو په ارزښت خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیز څارنې غړو د یونیسف موسسې له مسوولینو سره د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو له څو برخو څخه لیدنه وکړه او د دې ټولګیو مسوولینو ته یې په درسي او اداري چارو کې لازمې لارښوونې وکړې.
کندهار:
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د ښوونیز څارنې آمر مولوي محمود خان د دې ولسوالۍ د ميا نور محمد د لومړني ښوونځي د اداري او تدريسي چارو د کتني پر مهال د يادې لېسې نظم او ډسپلين یې د ستاینې وړ وباله او د مسوولینو له هڅو څخه یې مننه وکړه.
نیمروز
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د دغه ولايت د مرکز زرنج له منځني ښوونځي څخه ليدنه وکړه او د يادې لېسې له اداري، تدريسي او همدارنګه له زده کوونکو سره يې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې یې د دوی ستونزې او وړاندیزونه  واوریدل شول او د حل په برخه کې یې د مرستو ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د ژندرۍ منځني ښوونځي احاطوي دېوال د ځایي خلکو په مالي مرسته د ۳۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

سرپل
د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ د ښوونځیو د چاپېریالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره د ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۵ جریبه ځمکه وقف شوه

د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د کومرلیک کلي اوسېدونکو "امداد العلوم" دیني مدرسې ته څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۵ جریبه ځمکه وقف کړې ده؛  د پوهنې چارواکو په وینا، دغه اقدام به په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د غزني ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره وکتل

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او چارواکو سره. . .

BACK TO NEWS