د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۲:۵۶
zz\

پکتیکا
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د ژندرۍ منځني ښوونځي احاطوي دېوال د ځایي خلکو په مالي مرسته د ۳۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

سرپل
د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ د ښوونځیو د چاپېریالي ساینس مضمون په برخه کې ۳ تنو ښوونکو لپاره د ۸ ورځو لپاره سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د هغوی مسلکي وړتیاوې لوړول دي.

کابل
د کابل ولایت بګراميو او ده سبز ولسوالیو ۱۲۸ تنو ښوونکو لپاره د تدریسي مهارتونو  وړتیا لوړولو په اړه ۳ ورځنی سیمینار ترسره شو. 
د یاد سیمینار موخه د نویو تدریسي مېتودونو او تخنیکونو سره د ښوونکو آشنا کول وو.

غور
د غور ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره، د یاد ولایت د تولک او ساغر ولسوالیو ۱۲۰ تنو ښوونکو د مهارتونو او مسلکي پوهې لوړولو لپاره یو مېتودولوژیکي سیمینار جوړ کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS