د پوهنې وزارت مشرتابه د ولایتونو پوهنې له رئيسانو سره د نوي تشکيل په تړاو ویډیویي کنفرانس دایر کړ.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
sghj

 د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله اغا، په داسې حال کې چې د ياد وزارت معينانو، مرکزي رئیسانو او اړوندو ریاستونو کارمندانو هم حضور درلود، د څو ناستو په دوام د نوي اداري تشکيل د جوړښت د تطبيق په موخه د هېواد د ولایتونو پوهنې له رئیسانو سره  ویډیو کنفرانس له لارې په ژوندۍ بڼه غونډه وکړه.
 په دغه ویډیویي کنفرانس کې د پوهنې وزارت سرپرست وویل: د کارپوهانو په مشوره، د مهمو اړتیاوو پر بنسټ د اضافي بستونو او ورته موازي څانګو د لرې کولو لپاره، د تشکيلاتي جوړښت د اصلاح او اړتياوو پر بنسټ، به د وزارت په تشکیل کې مهم بدلونونه رامنځ ته شي، چې اوس یې د تطبیق په درشل کې یو.
 د پوهنې وزارت سرپرست وویل؛  پخوا د تشکیل نوی پلان د کارپوهانو له لوري د ادارې د غوښتنو  په بنسټ ترتيب او د افغانستان.ا.ا عالي مقام ته وړاندې شو، چې له نېکه مرغه د مشرتابه له لوري تأیید او اوس د عملي کېدو په حال کې دی.
 هغه په ​​ډاګه کړه، چې د ولايتونو رئيسان دې ياد شوى جوړښت ژر تر ژره د خپلو اړوندو ولايتونو په رياستونو کې تطبيق او راپور دې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريک کړي.
 نوموړي د نوي تشکيل د ګټو په اړه خبرې وکړې او دا يې د هېواد د ښوونيز نظام د بډاينې، تعليمي کيفيت او اغېزمنتيا سره سم يو هر اړخيز اداري جوړښت وباله.
  په دې کتنه کې هغه د پوهنې له مسئولینو وغوښتل چې د دغه وزارت د رهبرۍ د ټولو حکمونو، قوانینو، مصوبو او کړنلارو په تطبیق کې پرله پسې هڅې وکړي.
 د يادونې وړ ده، چې په دې ويډيویي کنفرانس کې د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري، د اسلامي زده کړو او د کيفيت تضمين معينانو هم د ولايتونو د پوهنې رئيسانو ته ويناوې، توصیې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS