د بلخ ولایت پوهنې ریاست د تېرې میاشتې د کړنو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۱:۴۲
21

۱- د یو همکار بنسټ په همکارۍ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت، د مزارشریف ښار د سید هدایت الله نقشبندي عالي لېسې په انګړ کې یو محراب جومات جوړ شو.

۲- د مزارشريف ښار د "هوا یي بلاکونو" په عالي لېسه کې د ۱۰۰ زره افغانيو په لګښت د ٢٠٠ متره په اوږدوالي احاطوي دېوال جوړ او ٧٥ مېزونه او څوکۍ ترميم شول.

۳- د حیرتان بندر سرحدي ښارګوټي اړوند د ناصر خسرو په عالي لېسه کې د ځايي خلکو له شخصي ملکیت څخه د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۱۵ تشنابونه جوړ شول.

۴- د خلکو په مرسته د ٦٠ زره افغانيو په ارزښت د مزارشريف ښار د خالد بن وليد لېسې د کمپيوټر خونې او لابراتوار لپاره پنجرې نصب شوې او دغه راز د اوبو يو ټانکر و پېرل شو او د ياد ښوونځي دهلېزونه هم رنګ شول.

۵- د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د خلکو په مرسته د مزار شریف په مقصد الله شهید عالي لېسه کې ۱۵۰پایې څوکۍ ترمیم او دوه پایې لوډسپیکرونه وپېرودل شول.

۶- د سيمې د خلکو په مرسته د ۴۰ زره افغانيو په لګښت د مزارشريف ښار د خالقداد خان لېسې لپاره د اوبو يو پمپ او امنيتي کمرې وپېرودل شوې او د همدې لېسې انګړ هم جغل کاري شو.

۷- د یو تن معارف دوسته شخصیت په مرسته، په مزارشريف ښار کې د فيض الله انصاري لېسې انګړ د ۳۰ زره افغانيو په لګښت کانګرېټ شو.

۸- د ښوونځي د کارکوونکو او ولسونو په مرسته د ٣٠ زره افغانيو په لګښت، د غلام محمد شهيد عالي لېسې ودانۍ رنګ او یو تعداد څوکۍ ترميم شوې.

۹- د عامو خلکو په مرسته د ۲۵ زره افغانیو په لګښت د مزار شریف د مقصد الله عالي لېسې جومات ترمیم او رنګ شو.

۱۰- د معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ، د مزارشريف په بلخ باستان لېسه کې د ۲۰ زره افغانيو په لګښت امنيتي کمرې نصب شوې.

د افغانستان .ا.ا. د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنې سره مرسته یو له صدقه جاریه کارونو څخه ګڼي او له خپلو ګرانو هېوادوالو څخه د هېواد د پوهنیز نظام سره د مرستې له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS