پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې
د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاستالوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
۲- د علمي څېړنو پخوانی رئیس محترم محمد عثمان حریت، د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پورته ذکر شویو رئیسانو لپاره د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې له لوی خدای تعالی څخه د لا ډېرو بریاوو هیله کوي.
