په لوګر ولایت کې یو باب لومړنی ښوونځي تاسیس شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
41

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت خروار ولسوالۍ اړوند په بهادرخېلو کلي کې د حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» په نوم یو لومړنی ښوونځي تاسیس او د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

د یاد ولايت د پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: دغه ښوونځى د خروار ولسوالۍ د پوهنې مينه والو په پرله پسې غوښتنې سره جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ياد کلي کې هېڅ ښوونځى وجود نه درلود او د ياد ښوونځي په جوړېدو سره د ٣٠٠ تنو ماشومانو لپاره د زده کړې آسانتیا برابره شوې ده.

د خروار ولسوالۍ اوسېدونکو د پوهنې وزارت د مشرتابه او د یاد ولايت د پوهنې رياست له هڅو ستاينه وکړه او د پوهنې رياست له ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS