د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي غړو لپاره میتودیک سیمینار پيل شو
![89484](/sites/default/files/2024-07/452615752_462195836808345_8616979593527372418_n.jpg)
د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی ریاست علمي او مسلکي غړو لپاره د "پېژندګلوۍ، لارښوونې او د فکرونو روښانتیا" میتودیک سیمینار جوړ شو.
د یاد سیمینار د پرانیستلو اساسي موخه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت کارپوهانو له لوري، د ښوونکو مسلکي يراختیا علمي غړو لپاره د دندو لایحې چوکاټ، د حمایوي څارنې د فورمو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په تړاو پرېزټیشنونه ارایه شي.
د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، یو شمېر مرکزي رئیسانو، کارپوهانو او د کابل ښار د پوهنې ریاست مسئولینو هم برخه اخیستې وه.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د یاد سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال د کارکوونکو لپاره د علمي او مسلکي سیمینارونو ګټې او د هغوی د مسلکي پوهې په لوړولو کې یې درول په تړاو خبرې وکړې او دا یې د مسلکي کېدو په طرف یو مهم ګام وباله.
نوموړي زیاته کړه، د ښوونکو مسلکي کېدل په ښوونځیو کې د تدریسي کیفیت پر لوړوالي خورا ښه اغېز کوي او په ترڅ کې به یې د هېواد راتلونکي نسلونه په معاصرو علومو او تخنیکونو سمبال شي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه څلور ورځني سیمینار کې به د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رياست ١٥٠ تنه علمي غړي برخه ولري.