پکتیکا ولایت کې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د یوې مدرسې لپاره درسي ټولګي جوړېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۶
dhfd

د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ خلکو چې تېر کال يې د يادې ولسوالۍ لنډاکي وړه په کلي کې د فاروقيه مدرسې لپاره دوه جرېبه ځمکه ورکړې وه، اوس چمتو دي چې همدغې مدرسې ته درې درسي ټولګي او يو احاطوي دېوال د یو مېلیون افغانیو په لګښت ورغوي.

د پکتيکا پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد وويل، چې د ځمکو ورکول او د ښوونيزو مرکزونو جوړول د صدقه جاریه نېکو عملونو څخه دي او له خلکو يې وغوښتل تر څو خپل اولادونه مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو د ملاتړ ستاینه او هرکلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS