د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني روزنې ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۵۴
55

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار ښوونځیو د بدني روزنې اړوند ۳۰ تنو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار د استقلال عالي لېسې د کنفرانسونو تالار کې پرانیستل شو او په پایله کې به یې ګډون‌والو ته د والیبال او فوټسال لوبو برخه کې نوي قوانین او مقررات تشرېح او روښانه شي.

ټاکل شوې ده چې یاد سیمینار د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت روزونکو لخوا ارایه او په ترڅ کې به یې د والیبال او فوټسال لوبو په نویو قوانینو او مقرراتو باندې پر تمرکز سربېره، د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هم عملي اونظري درسونه ورکړل شي.

د چارواکو په وینا، پورته ذکر شوی سیمینار به د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي او په پای کې به ګډون‌والو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۵۲
Background image

لوګر ولایت کې د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار د کډوالو په کمپ کې د صلاح الدین ایوبي لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت جوړه او د پوهنې چارواکو، یو شمېر دیني علماءکرامو او ځایي خلکو د استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۵۰
Background image

د پکتیا ولایت مدرسینو او ښوونکو لپاره "د ارزونې کړنلاره" تر سرلیک لاندې سیمینار جوړ شو

د افغانستان.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري، د پوهنې وزارت سره په همغږۍ، د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمرینو، د ښوونکو مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۳۹
Background image

فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ افتتاح او د بل ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فاریاب ولایت په خیبر ولسوالۍ کې د سریغ‌تاله لومړني ښوونځي ودانۍ په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په همدې مناسبت د یاد ړولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله. . .

BACK TO NEWS