د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني روزنې ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار ښوونځیو د بدني روزنې اړوند ۳۰ تنو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار د استقلال عالي لېسې د کنفرانسونو تالار کې پرانیستل شو او په پایله کې به یې ګډونوالو ته د والیبال او فوټسال لوبو برخه کې نوي قوانین او مقررات تشرېح او روښانه شي.
ټاکل شوې ده چې یاد سیمینار د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت روزونکو لخوا ارایه او په ترڅ کې به یې د والیبال او فوټسال لوبو په نویو قوانینو او مقرراتو باندې پر تمرکز سربېره، د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هم عملي اونظري درسونه ورکړل شي.
د چارواکو په وینا، پورته ذکر شوی سیمینار به د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي او په پای کې به ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شي.