د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس خوست ولایت ته لاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۰
نړ

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» په رسمي سفر خوست ولایت ته لاړ.

په پیل کې نوموړي د یاد ولایت له پوهنې چارواکو سره د لیدنې پر مهال، د خوست ولایتي مسئولینو له لوري د تود هرکلي مخامخ شو او په یاد ولایت کې یې د هغه له شتون څخه خوښي څرګنده کړه.

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د خوست ولایت پوهنې رهبرۍ او چارواکو په ملتیا، د پوهنې ریاست د اداري فعالیتونو څخه له نږدې څارنه ترسره او د ټاکل شویو چارو لاښه‌والي، د اسنادو د چټک طی مراحل کولو او د مراجعینو د ستونزو حل په موخه یې له چارواکو سره خبرې او نظرونه تبادله کړل.

د پوهنې وزرات د مقام د دفتر لوی رئیس د پوهنې له ولایتي چارواکو څخه وغوښتل چې د زده‌کوونکو د تعلیمي چاپېریال لاښه والي، د ښوونکو د ستونزو حل او د ښوونیزو خدمتونو کیفیت لوړوالي لپاره جدي هڅې وکړي.

د پوهنې ریاست کارکوونکو هم نوموړي ته ډاډ ورکړ چې دوی به په بشپړې ژمنتیا او اخلاص سره خپلې دندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS