له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۰
561596

ننګرهار
د ننگرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د هدیاخېل لېسې اوبو رسولو شبکه د ۹۱۰۰ افغانیو په لګښت د سیمې اوسېدونکو او د ښوونځي کارکوونکو له خوا ترمیم شوه.

سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له ۶۰ تنو بېرته راستانه شویو زده‌کوونکو  څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، چې تر ازموینې وروسته به هغوی د ښوونځيو په اووم تر یوولسم ټولګي کې شامل شي.

کابل ښار
د کابل ښار پوهنې ریاست له ۴۶۰ تنو بېرته راستانه شویو کډوالو زده‌کوونکو څخه، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS