په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۱۶
6514

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په خمت‌خېلو کلي کې «د شهدااللبنات» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مرسته د یو مېلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې مسئولینو له لوري افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد مدرسه ۴ درسي خونې او یو سالون لري، چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۲۰۰ تنو زده‌کوونکو ته مناسب، معیاري او خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شو.
پوهنې وزارت د خلکو له مرستو او ملاتړ څخه، په ځانګړي ډول د مقر ولسوالۍ د اوسېدونکو له همکاریو څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS