د پکتیکا ولایت له یو شمېر تعلیمي ادارو سره د ۳.۵ مېلیونه افغانیو مرسته شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۲:۴۴
asfas

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست چارواکو په وینا، د روان کال (۱۴۰۴ لمریز) په اوږدو کې تر اوسه پورې، د ارګون ولسوالۍ د والدینو شوراګانو، اوسېدونکو او خیریه ادارو لخوا، د همدغې ولسوالۍ له تعلیمي مرکزونو سره ۳.۵ مېلیونه افغانۍ مرستې شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د خلکو له همکارۍ ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې، د پوهنې وزارت هڅه کوي تر څو د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د مدارسو او ښوونځیو ستونزې حل کړي؛ خو د نوموړي په ​​وینا، د خلکو همکاري او ملاتړ د پوهنې د پروسې په پیاوړتیا او معیاري کولو کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS