د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس فاریاب ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د یو رسمي کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته ورسېد.
نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته، د ساینس عمومي مدیریت له علمي غړو او د ښوونکو مسلکي پراختیا مرکزي هستې له کارکوونکو سره ناسته وکړه.
د نصاب او مسلکي پراختیا محترم لوی رئیس په خپلو خبرو کې مسئولین د ښوونې او روزنې د چارو ښه والي، د تعلیمي او تربیوي بهیر د ودې، د تدریسي کیفیت لوړوالي او په ښوونځیو کې د تعلیمي وضعیت ښه کېدو په اړه خپلو دندو او مسئولیتونو ته متوجې کړل او ویې ویل چې د خپل سفر موخه یې په فاریاب ولایت کې د تقویتي ټولګیو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او ارزونه ده.
همدارنګه نوموړي د میمنې ښار په افغانکوټ لېسه کې له دوو تقویتي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د شیرین تګاب ولسوالۍ د تقویتي ټولګیو او د شمسالدین شهید لېسې څخه یې هم لیدنه وکړه.
پلاوي تدریسي بهیر او د زدهکوونکو تعلیمي سویه د قناعت وړ وبلله او وروسته یې د اندخوی ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه او څارنه وکړه.
