د بامیان ولایت په ځانګړې قطعه کې یو شمېر کسانو لپاره د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۰
14

د بامیان ولایت د ځانګړې قطعې د هغو ۲۸ تنو م.جاهدینو لپاره، چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
یاد پروګرام د پوهنې مسوولینو، د ځانګړې قطعې د چارواکو او یو شمېر ګډون‌والو په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د ځانګړې قطعې قومندانانو د بامیان ولایت پوهنې ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او د اړوند پرسونل څخه یې وغوښتل، چې د سوادزده‌کړې په پروګرامونو کې په لېوالتیا او د مسئولیت په احساس سره ګډون وکړي او له دې فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS