د اوونۍ د مهمو خبرونو لنډه کتنه
۱- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست هېواد ته د بېرته راستانه شويو ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، ترڅو د کابل ښار د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو ټولګیو پورې شامل شي.
۲- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د زدهکړو د کیفیت لوړولو، د اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا د زیاتوالي په موخه، د ښار د شپاړسو ناحیو د ښوونځیو له مدیرانو سره پراخه علمي، مسلکي او ښوونیزه غونډه ترسره کړه.
۳- لغمان: د یوه خیریه بنسټ لخوا د لغمان ولایت د دیني مدارسو ۱۰۰۰ تنو بېسرپرسته او بېوزله زدهکوونکو ته جامې ووېشل شوې.
۴- لغمان: د لغمان ولایت د فرشغان ولسوالۍ د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د علم پروره شخصیت حاجي سید علي له لوري پر وقف شوې ۳ بسوې ځمکه، د شاوخوا ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت او د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
۵- د پوهنې وزارت: د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست د ۲۲ خالي تخصصي او مسلکي بستونو ډکولو لپاره له شاوخوا ۱۶۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیسته.
۶- میدان وردګ: د میدان وردګ ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني د بهسودو ولسوالۍ د حصه اول د ګردن ديوار د عالي لېسې ودانیزو چارو څارنه وکړه.
دغه ودانۍ د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پر ۵ جریبه ځمکه جوړېږي، چې لومړی پوړ یې تر جوړېدو لاندې دی او ۱۶ درسي ټولګي او اداري خونې به ولري.
۷- میدان وردګ: د ميدان وردګ ولایت پوهنې ریاست لخوا د مرکزي ادارې ۵۲ اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز پروګرام پیل شو.
۸- میدان وردګ: د سیدآباد ولسوالۍ د بيبي آمنې لېسې لپاره د حاجي جلالالدین په مالي مرسته، د ۸۰ زره افغانیو په لګښت دروازې او کړکۍ ولګول شوې.
۹- خوست: د خوست پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ۸۶۴ تنه ښوونځیو او ۳۵ تنه دیني مدارسو ته ور وپېژندل شول.
۱۰- بدخشان: د شهربزرګ ولسوالۍ د بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه خیرپال کس په مالي مرسته کېښودل شوه.
۱۱- پنجشېر: د بيبي آمنې لېسې سره ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونه، یو پايه کمپیوټر او یو پرنټر چې ټولیز ارزښت یې ۲۵ زره افغانۍ کېږي، د یوه علم پرورکس له خوا مرسته وشوه.
۱۲- لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د برګ لېسې لپاره د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د پاکو اوبو د څاه کیندلو چارې د ۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به له ۱۱۰۰ څخه زیاتو زدهکوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
۱۳- لوګر: د یوه خیریه بنسټ له خوا د دیني مدارسو ۳۰تنو بېسرپرسته او بېوزله زدهکوونکو ته جامې ووېشل شوې.
۱۴- لوګر: د پادخوابشانې کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکړل شوې. همدارنګه د سیمې د خلکو په مالي مرسته د ۲۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو او لمریزې برېښنا سیسټم هم فعال شو.
۱۵- ننګرهار: د دوو ښوونځیو لپاره له ۴۰ زره افغانیو څخه زیاته نغدي مرسته وشوه چې د ښوونځیو د ترمیم او درسي ټولګیو د بیارغونې په برخه کې به ولګول شي.
۱۶- غور: د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام د ۷۵ تنو آمرینو، مدیرانو او ښوونکو لپاره پیل شو.
۱۷- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی د مسلکي وړتيا لوړونې پروګرام پیل شو.
۱۸- لوګر: د لوګر ولايت مرکز جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د څلورو درسي ټولګیو او یوه دهلېز جوړولو چارې د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د خلکو په مالي مرسته پیل شوې.
۱۹- دایکنډي: د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي پروګرام د خدیر ولسوالۍ د ۱۲۴ تنو آمرینو، مدیرانو او ښوونکو لپاره پیل شو.
۲۰- هرات: د هرات ښار او یو شمېر ولسوالیو د ۱۴۵ تنو مدیرانو او ښوونکو لپاره پنځه ورځنی مسلکي ورکشاپ پیل شو.
۲۱- هرات: د کرخ ولسوالۍ د چاهک کلي د معلومې منځني ښوونځي نوې ودانۍ د یوه خیرپال شخصیت لخوا د یو میلیون افغانیو په ارزښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
۲۲- پکتیکا: د پوهنې ریاست د ۷۰ تنو بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
۲۳- فاریاب: د اندخوی ولسوالۍ د الهندي خانه لومړنی ښوونځی پرانیستل شو.
دغه ښوونځی په ۱۲ زره متره مربع ځمکه، د ۱۹.۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او ۶ درسي ټولګي، اداري خونه، مجهز لابراتوار، د اوبو رسولو او لمریزې برېښنا سیسټم لري.
۲۴- کاپیسا: د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ د مرادخواجه لېسې لپاره د ۳۵ مترو په ژوروالي د څښاک اوبو څاه، د اوبو زېرمه او اړین نلونه د ۱۳۳ زره افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
۲۵- پکتیکا: د نوي نصاب ۳۱۳ زره او ۹۸۲ ټوکه درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت د نشراتو ریاست له خوا ياد ولایت ته لېږل شوي وو، د مرکز او ولسوالیو پر ښوونځیو ووېشل شول.
