د اوونۍ د مهمو خبرونو لنډه کتنه

media-moe
Thu, Jun 25 2026 12:27 PM
65435

۱- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست هېواد ته د بېرته راستانه شويو ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، ترڅو د کابل ښار د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو ټولګیو پورې شامل شي.

۲- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د زده‌کړو د کیفیت لوړولو، د اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا د زیاتوالي په موخه، د ښار د شپاړسو ناحیو د ښوونځیو له مدیرانو سره پراخه علمي، مسلکي او ښوونیزه غونډه ترسره کړه.

۳- لغمان: د یوه خیریه بنسټ لخوا د لغمان ولایت د دیني مدارسو ۱۰۰۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته جامې ووېشل شوې.

۴- لغمان: د لغمان ولایت د فرشغان ولسوالۍ د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د علم پروره شخصیت حاجي سید علي له لوري پر وقف شوې ۳ بسوې ځمکه، د شاوخوا ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت او د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.

۵- د پوهنې وزارت: د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست د ۲۲ خالي تخصصي او مسلکي بستونو ډکولو لپاره له شاوخوا ۱۶۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیسته.

۶- میدان وردګ: د میدان وردګ ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني د بهسودو ولسوالۍ د حصه اول د ګردن ديوار د عالي لېسې ودانیزو چارو څارنه وکړه. 
دغه ودانۍ د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پر ۵ جریبه ځمکه جوړېږي، چې لومړی پوړ یې تر جوړېدو لاندې دی او ۱۶ درسي ټولګي او اداري خونې به ولري.

۷- میدان وردګ: د ميدان وردګ ولایت پوهنې ریاست لخوا د مرکزي ادارې ۵۲ اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز پروګرام پیل شو.

۸- میدان وردګ: د سیدآباد ولسوالۍ د بي‌بي آمنې لېسې لپاره د حاجي جلال‌الدین په مالي مرسته، د ۸۰ زره افغانیو په لګښت دروازې او کړکۍ ولګول شوې.

۹- خوست: د خوست  پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ۸۶۴ تنه ښوونځیو او ۳۵ تنه دیني مدارسو ته ور وپېژندل شول.

۱۰- بدخشان: د شهربزرګ ولسوالۍ د بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه خیرپال کس په مالي مرسته کېښودل شوه.

۱۱- پنجشېر: د بي‌بي آمنې لېسې سره ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونه، یو پايه کمپیوټر او یو پرنټر چې ټولیز ارزښت یې ۲۵ زره افغانۍ کېږي، د یوه علم پرورکس له خوا مرسته وشوه.

۱۲- لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د برګ لېسې لپاره د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د پاکو اوبو د څاه کیندلو چارې د ۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به له ۱۱۰۰ څخه زیاتو زده‌کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

۱۳- لوګر: د یوه خیریه بنسټ له خوا د دیني مدارسو ۳۰تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته جامې ووېشل شوې.

۱۴- لوګر: د پادخواب‌شانې کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکړل شوې. همدارنګه د سیمې د خلکو په مالي مرسته د ۲۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو او لمریزې برېښنا سیسټم هم فعال شو.

۱۵- ننګرهار: د دوو ښوونځیو لپاره له ۴۰ زره افغانیو څخه زیاته نغدي مرسته وشوه چې د ښوونځیو د ترمیم او درسي ټولګیو د بیارغونې په برخه کې به ولګول شي.

۱۶- غور: د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام د ۷۵ تنو آمرینو، مدیرانو او ښوونکو لپاره پیل شو.

۱۷- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی د مسلکي وړتيا لوړونې پروګرام پیل شو.

۱۸- لوګر: د لوګر ولايت مرکز جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د څلورو درسي ټولګیو او یوه دهلېز جوړولو چارې د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د خلکو په مالي مرسته پیل شوې.

۱۹- دایکنډي: د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي پروګرام د خدیر ولسوالۍ د ۱۲۴ تنو آمرینو، مدیرانو او ښوونکو لپاره پیل شو.

۲۰- هرات: د هرات ښار او یو شمېر ولسوالیو د ۱۴۵ تنو مدیرانو او ښوونکو لپاره پنځه ورځنی مسلکي ورکشاپ پیل شو.

۲۱- هرات: د کرخ ولسوالۍ د چاهک کلي د معلومې منځني ښوونځي نوې ودانۍ د یوه خیرپال شخصیت لخوا د یو میلیون افغانیو په ارزښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

۲۲- پکتیکا: د پوهنې ریاست د ۷۰ تنو بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

۲۳- فاریاب: د اندخوی ولسوالۍ د الهندي خانه لومړنی ښوونځی پرانیستل شو. 
دغه ښوونځی په ۱۲ زره متره مربع ځمکه، د ۱۹.۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او ۶ درسي ټولګي، اداري خونه، مجهز لابراتوار، د اوبو رسولو او لمریزې برېښنا سیسټم لري.

۲۴- کاپیسا: د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ د مرادخواجه لېسې لپاره د ۳۵ مترو په ژوروالي د څښاک اوبو څاه، د اوبو زېرمه او اړین نلونه د ۱۳۳ زره افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

۲۵- پکتیکا: د نوي نصاب ۳۱۳ زره او ۹۸۲ ټوکه درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت د نشراتو ریاست له خوا ياد ولایت ته لېږل شوي وو، د مرکز او ولسوالیو پر ښوونځیو ووېشل شول.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS