د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۰:۵۵
eryert

ورځ: یکشنبې
نېټه: ۴/۱۴ /۱۴۰۵ ـــ ۱۴۴۸/۱/١۹ 

۱- د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست، د ښوونیز نظام کیفیت  لوړولو او د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا د موخو د تحقق لپاره، د کابل ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ او د پوهنې یوه همکار بنسټ په تخنیکي ملاتړ، د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی تخصصي روزنیز ورکشاپ د چنګاښ میاشتې له ۶مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې ترسره کړ.

۲- پوهنې وزارت، د تحصیلي درجې، کاري تجربې او وړتیا پر بنسټ د غوره او بااستعداده کادرونو ګمارنې په موخه، د ولایتونو او ولسوالیو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د علمي غړو اړوند ۳۵۴ خالي بستونه د ۲۰ کاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې په لاندې شرایطو اعلانوي:

۳-د پوهنې وزارت د علمي څېړنو ریاست له لوري د ۱۴۴۷ هـ.ق کال په ترڅ کې د ترسره شويو علمي څېړنو، مقالو او نورو څېړنیزو فعالیتونو د پایلو وړاندې کولو په موخه علمي څېړنیزه ناسته، د ساینس مرکز ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

۴- د هلمند ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۱۳۲۰ تنه بېوزلو زده‌کوونکو لپاره، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د تقویتي زده‌کړو ټولګي جوړ شوي دي.

۵- د هرات ولایت د کرخ، کشک رباط سنګي، پښتون زرغون او گذرې ولسوالیو علم‌پروره اوسېدونکو، شاوخوا ۴.۵ جریبه ځمکه چې ارزښت یې له ۲ میلیونه او ۱۲۰ زره افغانیو څخه زیات دی، پوهنې وزارت ته ډالۍ کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS