د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د کمپیوټر ټولګي جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند دهنو لېسې لپاره د کمپیوټر یوه ټولګي جوړولو چارې د سیمې اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، یاد ټولګی ۱۶ متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري، چې د جوړېدو په حال کې دی او په یوه وخت کې به د ۷۰ تر ۸۰ تنو زدهکوونکو د زدهکړې ظرفیت ولري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سیمې اوسېدونکو د کمپیوټرونو، د لمریزې برېښنا تجهیزاتو او نورو اړینو توکو په برابرولو سره له دغې لېسې سره همکاري کړې ده.
