غزني ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو بنسټ کېښودل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۵۹
87525

د غزني ښار اړوند حیدرآباد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د ۱۰ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت کېښودل شوه، چې د جوړولو ټول لګښت یې د یادې سیمې د علم‌پرور شخصیت محترم جواد رسولي له لوري ورکول کېږي.
ټاکل شوې ده، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې د اړینو او جانبي تاسیساتو ترڅنګ به ۲۴ درسي ټولګي او ۲ اداري خونې ولري. 
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به لسګونو زده‌کوونکو ته مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د تعلیمي نظام د ملاتړ په برخه کې د خلکو له همکارۍ او مرستو څخه د مننې او قدردانۍ څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۵۹
Background image

غزني ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو بنسټ کېښودل شو

د غزني ښار اړوند حیدرآباد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د ۱۰ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت کېښودل شوه، چې د جوړولو ټول لګښت یې د یادې سیمې د علم‌پرور شخصیت محترم جواد رسولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیز سیمینار ترسره شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوندو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سیمینار ترسره شو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په هلمند ولایت کې له دوه بابه ښوونځیو سره د لابراتوار وسایلو مرسته وشوه 

د هلمند ولایت علم پرور شخصيت محترم ډاکټر محمد خان خروټي، د ۱۸۱ زره افغانیو په ارزښت ۱۲۸ قلمه لابراتواري توکي او وسایل د یاد ولایت د وزیر محمد اکبر خان او ډاکټر محمد خان خروټي لېسو ته. . .

BACK TO NEWS