د بدخشان ولایت د ښوونځیو ښوونکو او مسوولینو په روزنیزه برنامه کې ګډون وکړ
د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۱۵۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د دغه روزنیز پروګرام موخه د ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو د غړو مسلکي ظرفیت لوړول او د ښوونې او زدهکړې د میتودونو ښه کول دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه هیله لري چې د ورته روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره به د پوهنې کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو زمینه لا پراخه شي او په ښوونځیو کې به د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې د کیفیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
