په بدخشان کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه
د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ اړوند د کالر لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو او سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې یو ځل بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د د غې پروژې له ټول لګښت څخه ۷۰۰ زره افغانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې او پاتې اندازه یې د ښوونکو، سیمهییزو اوسېدونکو، خیرخواهانو او خصوصي سکټور په همکارۍ برابره شوې ده.
