د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۴۱
xczx

تېره اوونۍ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو آورېدلو وزارت پلاوي لخوا، د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب او اداري چارو سربېره، د مرکزي هستې د کارکوونکو د سیرت او صورت ارزونه ترسره شوه.
سربېره پر دې، د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو او د غازي عالي ام/ارتي ښوونځي زده‌کوونکو ته دیني او اصلاحي لارښوونې وشوې.
همدارنګه د کابل ښار په تعلیمي حوزو کې د دعوت او ارشاد د نصاب تدریس، اصلاحي بیانونه او روزنیز سیمینارونه جوړ شول. د دغو فعالیتونو په ترڅ کې د لمانځه د الفاظو د تصحیح، د سیرت او صورت د اصلاح، حجاب، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اختلاط د مخنیوي او په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز، په مرکز او ولايتونو کې له ٤٠٩ ښوونيزو مرکزونو څخه څارنه وشوه او د دعوت او ارشاد د نصاب د تطبیق، اداري نظم او د اوونیزو راپورونو د ترتیب او لېږلو په اړه هم اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د څارنيزو او اصلاحي برنامو پر مهال د حجاب، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اختلاط د مخنیوي، ښوونیز یونیفورم، سیرت او صورت، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو او د اړوندو فرمانونو د تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS