په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې
د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت د پوهنې ریاست سرپرست محترم الحاج مولوي عصمتالله (عاصم)، د پوهنې وزارت استول شوي پلاوي، د یو شمېر ادارو استازو، علماء کرامو او ګڼ شمېرطلابو ګډون درلود٠
د مراسمو په ترڅ کې د یادې علمي سیالۍ پایلې اعلان او د ممتازو طلابو له علمي لاسته راوړنو څخه ستاینه وشوه.
هغو طلابو ته چې لومړى، دویم او درېیم مقامونه یې خپل کړي وو، کمپیوټرونه ډالۍ او له څلورم څخه تر لسم مقام ګټونکو ته نورې مناسبې جایزې ورکړل شوې.
