په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
طرزر

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت د پوهنې ریاست سرپرست محترم الحاج مولوي عصمت‌الله (عاصم)، د پوهنې وزارت استول شوي پلاوي، د یو شمېر ادارو استازو، علماء کرامو او ګڼ شمېرطلابو ګډون درلود٠
د مراسمو په ترڅ کې د یادې علمي سیالۍ پایلې اعلان او د ممتازو طلابو له علمي لاسته راوړنو څخه ستاینه وشوه.
هغو طلابو ته چې لومړى، دویم او درېیم مقامونه یې خپل کړي وو، کمپیوټرونه ډالۍ او له څلورم څخه تر لسم مقام ګټونکو ته نورې مناسبې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS