رسنیز بلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
سبسیب

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه، د کابل ولایت د محترم والي، یو شمېر استادانو او علماءکرامو په حضور کې یوه پرتمینه غونډه جوړه کړي.
وخت: د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادی‌الاول میاشتې ۱۶مه، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/ عقرب له ۶مې نېټې سره سمون لري، د ماسپښین په ۱:۰۰ بجې;
ځای: کابل ښار، شاه دوشمشېره، د افغان ترک لېسې د غونډو تالار;
د رسنیو له محترمو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د دغې پرتمینې غونډې په خبري پوښښ کې زموږ ملتیا وکړي.

د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۱۱۸۳۳۶

د پوهنې وزارت
 د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS