لغمان کې د کاکڅ د هلکانو ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Wed, Feb 12 2020 11:30 AM
لغمان کې د کاکڅ د هلکانو ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ د هلکانو ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې چي په همدې موخه د یاد ښوونځي په انګړ کې جوړه شوي وه ، د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال احمد ولي حکمي، افغانستان لپاره د (UNHCR) ادارې مرستیال السټر بولټن او د پوهنې ریاست مسوولینو برخه اخیستې وه.
د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالله حمیدي وايي، د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د څه د پاسه ۱۴ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت (UNHCR) اداري په مالي مرسته د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوي ، چې ۸ درسي ټولګي ، ۲ اداري خونې ، د احاطې دېوال، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره ۱۶۰ پایې مېز او څوکۍ او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د لغمان والي د (UNHCR) له ادارې څخه مننه وکړه چې په دې ولایت کې د پوهنې، روغتیا او ګډوالو په بېلا بېلو برخو کې لازمې او ښې مرستې ترسره کړي
هغه دغه راز په ختیځ زون کې د (UNHCR) ادارې له همکارانو څخه هم مننه وکړه چې په پوره هماهنګۍ سره لغمان کې خپل خدمات مخته وړي.
همدارنګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اداری معین احمد ولي حکمي هم د (UNHCR) له اداري څخه د مننې سربېره له دوی غوښتنه وکړه چې په ورته نورو برخو کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي
افغانستان لپاره د (UNHCR) ادارې مرستیال السټر بولټن په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د مسوولینو د غوښتنې او د زده کوونکو اړتیاوو ته په کتو یې د کاکڅ د هلکانو د ښوونځي ودانۍ جوړه کړه.
هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د څښاک د پاکو اوبو، د ښوونځیو سره د هر اړخیزې مرستې او د کډوالو په برخه کې به خپلو مرستو دوام ورکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS