د لوګر د ازرې ولسوالۍ د چمن آباد ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
Sat, Oct 17 2020 2:04 PM
د لوګر د ازرې ولسوالۍ د چمن آباد ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د چمن آباد په کلي کې د چمن آباد د هلکانو د منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه پکې د پوهنې ریاست د استازو تر څنګ، د پوهنې آمر محبت خان اصولي، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

دغه ښوونځۍ د هندوستان هېواد له لوري د ۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.

یاد ښوونځۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، ۱۶۰ درې کسیز څوکۍ، ۵ غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانیتاوې لري.

د دغه ښوونځي په جوړولو سره په یوه وخت کې ۴۸۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه، چې اوس مهال ۳۷۴ زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګندوي او د چمن آباد د کلي له اوسېدونکو غوښتنه کوي، چې جوړه شوې ودانۍ د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې په خاطر ښه وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د رضاخیلو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS