د کب په ۱۸ مه د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست او د التقوا، د لوړو زده کړو موسسې ترمینځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
Tue, Mar 09 2021 11:17 AM
امضای تفاهنمامه همکاری با موسسه تحصیلی التقوا در ولایت ننگرهار

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د دې هوکړه لیک له مخې به دواړه ادارې په علمي او زده کړییز ډګر کې یو له بل سره په ګډه همکاري کوي.

هغه غونډه چې په همدې موخه په یادې ادارې کې جوړه شوې وه، د پوهنې ریس حسیب الله شینواري، د التقوا د لوړو زده کړو موسسي څخه مننه وکړه چې د هېواد د ځوان نسل په روزنه کې تل زیار ګالي، نوموړي وویل: د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې به د دواړو ادارو ترمینځ همغږي ډیره شي او همداراز د التقوا د لوړو زده کړو موسسې زدکړیالانو ته به د عملي زده کړو لپاره د پوهنې په چوکاټ کې زمینه برابره کړي.

وروسته د التقوا د لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکټر عبداللطیف مل شینواري خبرې وکړې او زیاته یې کړه، اړونده اداره به د دې هوکړه لیک له مخې د پوهنې ریاست څلویښت تنو کارکوونکو ته په پنځوس سلنه تخفیف د زده کړو زمینه برابره کړي او همدارنګه هغه نجونې زده کوونکې چې له دولسم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغیږي، په یاد پوهنتون کې به په وړیا ډول لوړې زده کړې کوي، د دې ترڅنګ هغه هلکان زده کوونکي چې په لومړۍ درجه فارغیږي هغوی ته به د دې پوهنتون له لوري څلویښت سلنه تخفیف ورکول کیږي.

هیره دې نه وي چې د ننګرهار د پوهنې ریاست له دې وړاندې هم په یاد ښار کې له خراسان خصوصي پوهنتون سره د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی و.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS