بامیان ولایت کې د سرذولیج منځنی ښوونځی لیسې ته لوړ شو

media-moe
Mon, Apr 12 2021 4:32 PM
بامیان ولایت کې د سرذولیج منځنی ښوونځی لیسې ته لوړ شو

پوهنې وزارت، بامیان: د بامیان ولایت د یکاولنګ ۲ ولسوالۍ د اوسیدونکو په وړاندیز او زده کونکو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه، د یکاولنګ ۲ ولسوالۍ سرذولیج منځنی ښوونځی عالي لیسې ته لوړ شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د نوموړي ښوونځي په انګړ کې جوړه شوې وه، ولایتي چارواکو ، د پوهنې رئیس ، د یکاولنګ ۲ ولسوالۍ ولسوال ، د دولتي ادارو ګڼ شمیر رئیسانو ، دیني عالمانو ، قومي مشرانو، او یو شمیر ښوونکو او زده کونکو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د بامیان والي ، سید انور رحمتي د موضوع په تړاو د سیمه ییزې ادارې د ملاتړ په هکله خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

وروسته د پوهنې رئیس وویل: له پلان سره سم او ستونزو ته په کتو سره، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو د لاسرسۍ په موخه، خپلې برنامې په ۱۴۰۰ کال کې پلې کوي.

هیره دې نه وي، چې په دغه ښوونځي کې (۵۰۵) زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې

( ۲۶۴)یې نجونې دي او د دې ښوونځي په ارتقا سره زده کوونکي کولی شي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS