د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Sun, Feb 11 2024 11:47 AM
145

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست په دې وروستیو کې د ښوونځیو او مدارسو له سلګونو زده کوونکو څخه د «ساینس ستوري» د پېژندنې په موخه آزموینه واخیسته، چې په پایله کې د دوستي لېسې زده کوونکی صدرالدین په دې وتوانېد، د غوره نمرو په ترلاسه کولو سره د «ساینس ستوري» لقب خپل کړي.

لغمان

د لغمان ولایت د شمنګل کلي قومي مخورو د یاد ولایت له پوهنې رئیس سره په لیدنه کې د پوهنې ریاست له مشرتابه وغوښتل، تر څو د دوی د سیمې اړوند د ښوونځي ودانۍ ترمیم کړي.
د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد قومي مخورو ته ښه راغلاست ووایه او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند د کان لېسې آمر د یادې لېسې له ۴۵ تنو یتیمو او بې وزلو زده کوونکو سره د یو- یو جوړه بوټونو مرسته وکړه او له نورو شتمنو هېوادوالو یې وغوښتل، تر څو له بې وزلو او یتیمانو زده کوونکو سره دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.

په یو بل خبر کې:
د ننګرهار پوهنې ریاست د ځوانانو د پټو استعدادونو د ودې او د یاد ولایت په کچه د "ساینس ستوري" د مشخصولو په موخه، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له زده کوونکو څخه آزموینه واخیسته. 
په پام ده، چې د یادې آزموینې ممتاز زده کوونکي تر پېژندلو وروسته، په ستاینلیکونو او ډالیو وویاړل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS